وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې د شي جين پينګ د ګډون په اړه معلومات ورکړل
CMG2022/09/17 13:51:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر له ۱۴مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د شورا په ۲۲مه غونډه کې ګډون  وکړ او د قزاقستان او ازبکستان په بلنې يې له دغو دوو هېوادونو څخه ليدنې  وکړې. د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د شي جين پينګ د دغه سفر له پای ته رسېدو وروسته خبريالانو ته د دغه سفر په اړه معلومات ورکړل.

وانګ يي وويل، چې دا د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې د دولت رئيس شي جين پينګ لومړی بهرنی سفر دی او ډېر مهم ارزښت لري. شي جين پينګ په دريو ورځو او دوو شپو کې د قزاقستان پلازمينې نورسلطان او ازبکستان سمرقند ښار  ته ولاړ او په نژدې ۳۰ ډيپلوماتيکو فعاليتونو کې يې ګډون وکړ.

شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د شورا په ۲۲مه غونډه کې مهمه وينا وکړه. نوموړي وويل، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د متقابل سياسي اعتماد، همکاريو، برابر سلوک، ورخلاصون او ټولشموليت او عدالت په شمول پر پنځو ټکو ټينګار  کړی او دغو پنځو ټکو (( د شانګهای روحيه )) ښودلې ده. هغه ياد پنځه ټکي د شانګهای همکارۍ سازمان د قوت سرچينه او اوږدمهالي اصول بللي. شي جين پينګ د نوموړي سازمان د راتلونکي پرمختګ په اړه ۵ فقره ييز وړانديز وکړ، چې د سازمان غړي هېوادونه بايد متقابل ملاتړ پياوړی کړي، د امنيت همکارۍ دې پراخې کړي،  رښتينې همکارۍ دې ژورې کړي او خپلمنځي کلتوري تګ راتګ دې زيات کړي. دغه وړانديز د يووالي، ثبات او پرمختګ په پار د غړو هېوادونو ګډ غږ دی او د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ او همکاريو نقشه روښانه  کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د شورا ۲۲مې غونډې د ګډونوالو مشرانو تر ګډو هڅو لاندې د اقتصاد، پولي چارو، ساينس او ټېکنالوژۍ، کلتور، د ميکانيزم د ابادۍ او ډيپلوماتيک تګ راتګ په اړه څه باندې ۴۰ سندونه تصويب کړل. د يادولو وړ خبر دا دی، چې د چين د هڅونې  په اساس د نړيوالې انرژۍ د خونديتوب، د نړيوالو غلو دانو د خونديتوب، د اقليمي بدلون ضد مبارزې او د عرضې ځنځير د خونديتوب، ثبات او  متنوعیت په اړه د غړو هېوادونو د مشرانو ۴ مهمې اعلاميې خپاره کړې. چين اعلان وکړ، چې د ترهګرۍ ضد د چين – شانګهای همکارۍ سازمان د مسلکي وګړو روزنيز مرکز به جوړ کړي، د صنعتي ځنځير او عرضې ځنځير فورم به تر سره کړي، د چين – شانګهای همکارۍ سازمان د معلوماتو همکاريز مرکز به تاسيس کړي او پرمختيايي هېوادونو ته به د يو ميليارډ او پنځو سوو ميليونو يوانو په ارزښت د خوراکي موادو مرستې برابرې کړي. د چين دغه اقدامات د بېلا بېلو هېوادونو له اړتياوو سره سمون لري او دغو هېوادونو ته به رښتينې ګټې ورسوي او دا  څرګندوي، چې چين نه يوازې د نړيوال پرمختګ پېشنهاد او د نړيوال  امنیت پېشنهاد جوړوونکی دی، بلکې د دغو پېشنهادونو عملي کوونکی هم دی.

 د یادولو وړ ده، ، چې زياتېدوونکو هېوادونو د دغې سرمشريزې غونډې له پيل مخکې په شانګهای همکارۍ سازمان کې د غړيتوب غوښتنه کړې وه. چين د دغه سازمان له نورو غړو هېوادونو سره د مجموعي فکر او برابرو سلامشورو وروسته په دغه سازمان کې د ايران غړيتوب ته اجازه ورکړې او د بلاروس د شاملېدو تشريفاتو له پيل څخه يې ملاتړ څرګند کړی. بر سېره پر دې، مصر، سعودي عربستان، قطر، بحرين، مالديو، متحده عربي امارات، کويت او ميانمر د دغه سازمان د نويو ډيالوګ ملګرو په توګه منل شوي دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو او ډيالوګ ملګرو شمېر زيات شوی، دغه راز د دې سازمان مقام او اغېزه لا ډېره شوې. د غړو او ډيالوګ ملګرو له زياتوالي څخه ښکاري، چې دغه سازمان ځانته او تړلې کوچنۍ کړۍ نه ده، بلکې يوه خلاصه او ټولشموله کورنۍ ده. دغه سازمان، چې پکې ۲۶ هېوادونه شامل دي، نوی ډول نړيوال سازمان دی او د ژوند پياوړی قوت او روښانه راتلونکی  ښکاره کوي او د يوراسيا او نړۍ د سولې او سمسورتيا د ساتلو لپاره به مثبت قوت او خوځنده ځواک او د نوي ډول نړيوالو اړيکو او د انسانانو ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره نمونه برابره کړي.