د چین د احصايې د ملي ادارې مسؤل د سپتمبر په ۱۶مه نېټه څرګنده کړه، چې د اګست په مياشت کې د چین د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت ۳۷۱۲،۴ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۸،۶ سلنه زيات شوی دی.
له جنورۍ څخه تر اګست پورې د چین د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت ۲۷۳۰۲،۶ ميليارډه يوانه و، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰،۱ سلنه زياتوالى لري. له جنورۍ څخه تر اګست پورې، د چین په ښارونو او ښارګوټو کې د ګمارل شويو وګړو د زياتوالي شمېر ۸،۹۸ میلیونو ته رسېدلی او د کارموندنې وضعیت په عمومي توګه باثباته و.