د چین د اقتصادي احيا وضعيت د نړۍ لپاره ښه خبر دی
CMG2022/09/17 15:07:08
شريکول:

د چين د احصايې ملي ادارې د سپتمبر په ۱۶مه نېټه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې په تېر اګست کې د چين ملي اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او عمده شاخصونه يې په عمومي توګه لوړ شوي دي. د شمېرنې له مخې، د موټرو تولیدي اندازه ۳۹ سلنه زیاته شوې او د موټرو صنعت د ارزښت د زياتوالي انډول له ۳۰ سلنې څخه ډېر شوی. د چين د موټرو د خرڅلاو ارزښت په پرله پسې توګه لوړېږي، چې دا د چين د اقتصاد د دوامدارې احيا يوه بڼه بلل کيږي.

د چين د احصايې د ملي ادارې د تازه راپور له مخې، له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د نړۍ په اقتصادي وده کې د چين منځنۍ ونډه له ۳۰ سلنې څخه زياته شوې او په نړۍ کې لومړی مقام لري. د چين د پانګونې او سوداګرۍ ٢٢م نړيوال نندارتون کې چې په دې وروستيو کې پای ته ورسېد، څه دپاسه ۴۸۰ پروژې لاسلیک شوې، چې د پانګونې عمومي اندازه يې ۳۴۲ مليارډو يوانو ته رسېدلې ده. چين په نړيوال اقتصاد کې باورمند او خوځنده ځواک ته دوام ورکوي.