د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د سمرقند اعلامیه خپره شوه
CMG2022/09/17 15:07:50
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په سمرقند ښار کې د دغه سازمان د مشرانو د شورا غونډه تر سره وکړه او یوه اعلامیه یې خپره کړه.

دغې اعلامیې پر دې ټینګار کړی، چې شانګهای همکارۍ سازمان به نور هېوادونه یا نړیوال سازمانونه په نښه نه کړي او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ګټو پراساس به د سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو د حل د ګډ دريځ په اساس او د ملګرو ملتونو له منشور او د شانګهای همکارۍ سازمان د منشور له اصولو او نړیوالو قوانینو سره سم له نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره پراخې همکارۍ وکړي.

په اعلامیه کې ويل شوي، چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د تګ راتګ پیاوړتیا به د اقتصاد او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او مخابراتو په برخو کې د دوامدارو اړیکو د ټينګښت او د مختلفو تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره ګټور وي، ترڅو د شانګهای همکارۍ سازمان په سیمه کې د سوکالۍ او امنیت د تامین ګډ هدف ترلاسه شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دغه سازمان به له ترهګرۍ، بېلتون غوښتونکو او افراطیت سره په کلکه مبارزه کوي. غړيو هېوادونو دې ته په اشارې ويلي، چې له تروريزم او افراطيت سره د مبارزې په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه لري او له هغو کړنو سره کلک مخالفت کوي، چې د ترهګریزو او افراطي ډلو له لارې شخصي ګټې مومي.