وانګ يي به د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسامبلۍ په مباحثوي غونډه او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي
CMG2022/09/17 22:38:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چار وزارت وياند ماو نينګ د سپتمبر په ۱۷مه نېټه وويل، چې د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د روانې مياشتې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسامبلۍ په مباحثوي غونډه کې ګډون وکړي. وانګ يي به د دغې غونډې په څنډه کې د نړيوال پرمختګ د پېشنهاد  په اړه د ملګرو ګروپ د وزيرانو د غونډې مشري وکړي، دغه راز به د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د کتنې په شمول فعاليتونو کې ګډون وکړي او د ملګرو ملتونو له سرمنشي، د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسامبلۍ د مشر، د ځينو هېوادونو د پلاويو د مشرانو او يا بهرنيو چارو وزيرانو سره به هم دوه اړخيزې کتنې کړي.