د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د سپتمبر په ۱۶مه نېټه يو نوی راپور خپور کړ، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو ۸ مياشتو کې د چين او شانګهای همکارۍ سازمان د نورو غړيو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو اندازه ۱۷۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ سلنه زياتوالی ښيي.
په ياده موده کې د شانګهای همکارۍ سازمان غړيو هېوادونو ته د چين د صادراتو اندازه ۱۰۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې ۲۵.۴ سلنه او د وارداتو اندازه ۶۵۵ ميليارډو او ۱۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې ۲۷ سلنه زياته شوې ده.
په ياده موده کې چين د دې سازمان له غړيو هېوادونو څخه د اومو نفتو، سکرو او طبيعي ګازو په شمول ۱۱۷ ميليونه ټنه د سون توکي وارد کړي، چې ۱۱.۳ سلنه زيات شوي دي. د وارداتي کرنيزو پيداوارو عمومي اندازه ۴۹ ميليارډو او ۲۴۰ ميلیونو يوانو ته رسېدلې، چې ۱۱ سلنه ډېره شوې ده.