د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بېرته بېجينګ ته رسېدلی دی
CMG2022/09/17 10:16:46
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۲مه غونډه کې له ګډون او له قزاقستان او ازبکستان څخه له رسمي ليدنو وروسته، د سپتمبر د ۱۶مې نېټې په شپه بېرته بېجينګ ته رسېدلی دی.

په ځايي وخت د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې له غرمې وروسته، د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايوف او لومړي وزیر عبدالله اریپوف په هوايي ډګر کې له ولسمشر شي جين پينګ سره خدای پاماني وکړه.