د افغانستان مسئله د شانګهای همکارۍ سازمان او ناټو ترمنځ د توپير ښه بېلګه ده
CMG2022/09/18 19:08:06
شريکول:

د افغانستان مسئلې ته په کتو د شانګهای همکارۍ سازمان او ناټو ترمنځ ستر توپيرونه ثابتېږي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو شورا د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په سمرقند کې غونډه تر سره کړه او د یوې اعلاميې په خپرېدو سره پای ته ورسېده.

 په افغانستان کې د امريکا او ناټو له شل کلنې جګړې وروسته د شانګهای همکارۍ سازمان د افغانستان بيا رغونې ته پاملرنه کړې او کوي يې، په سمرقند اعلاميه کې يې رغنده وړاندیزونه  کړي او ملاتړ يې ترې کړی.

د امريکا په مشرۍ ناټو د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پر افغانستان تيری کړی او دا ادعا يې درلوده چې ترهګري ختموي.

 ناټو په خپله له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ د مخنيوي لپاره د لويديځې اروپا د ځينو هېوادونو پوځي ائتلاف او ټلواله ده او مخ پروده او نورو هېوادونو د لاندې کولو نظریه لري.

ناټو په افغانستان د خپل پوځي شتون په وخت کې هلته څو ځله د خپلو پوځيانو شمېر زیات کړ او حتی  دغه شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره تنو ته ورسید.

 خو پوښتنه دا ده چې آيا جګړې د افغانستان مسئله حل کړه؟ د دغه سازمان له شل کلنې جګړې وروسته ثابته شوه چې د دغه بلواګر سازمان جګړې د ترهګرۍ ګواښونه ختم نه کړای شول، بلکې لا زیاتې ترهګرې ډلې يې وپنځولې، دې جګړې نه یوازې د افغانستان خلکو ته امن او با ثباته چاپېریال نه دی برابر کړی، بلکې په بې شمېره هوايي بریدونو او چاودنو کې سلګونه زرو کسانو ته زیانونه رسېدلي.

د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، غړي هېوادونه يې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په حيث د دغه سازمان د جوړېدو له پيل را هيسې  د دغه هېواد حالاتو ته پاملرنه کړې او کوي يې. د دغه سازمان یو مهم او دایمي اصل دا دی چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په افغانستان کې د  امن او جوړ جاړي لار دا ګڼي چې افغانان دې خپل برخليک په خپله وټاکي او په دې هېواد کې له هر ډول پوځي مداخلې سره مخالف دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د افغانستان د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو ۲۰۰۵ کال په غونډه خپل دریځ بیان کړ او ويې ویل چې د دغه هېواد د سياسي ثبات او اقتصادي تګلارو هڅونه دې وشي، خلک  يې دې سره متحد شي، جګړه، ترهګري، د نشه يي موادو کرکیله او بېوزلي دې پکې ختمه شي، د دغه هېواد ملي حاکميت ته دې درناوی وشي. د شانګهای همکارۍ سازمان په ډېرو کلونو کې پر دې اصل ټينګار کړی او د خبرو اترو او همکاريو له لارې يې د افغانستان د ستونزو د حل غوښتنه کړې.

د امريکا په مشرۍ د ناټو ائتلافي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د وتلو بهير بشپړ کړی، د کابل هوايي ډګر د ګډوډۍ اخري جنګي ميډان ګرځيدلی دی. خو ناټو په افغانستان کې له خپلې ماتې پند وا نه خيست، بلکې په افغانستان کې له ناکامېدو وروسته يې د اوکراين په جګړه کې چې د لویدیځ د پراختيا غوښتنې له امله پيل شوه، برخه واخيسته.

کله چې امریکا او ناټو له افغانستانه خپل ځواکونه ایستل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمېر له شلو اوښتی او د افغانستان بیا رغونه يې له ستونزو سره مخ ده .

نو ټاو خو له افغانستانه پښې پکې کړې او لاړه، د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو سازمان، د شانګهای د همکارۍ سازمان په تېر کال کې څو ځلې له افغانستان سره د دغه هېواد د بیا رغونې، ترهګرۍ ختمولو او د بشري بحرانونو د هواري په موخه تماسونه نیولي دي. د سمرقند په اعلامیه کې چې د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانوشورا د ۲۲مې غونډې په پای کې خپره شوه، غړو هېوادونو یو ځل بیا وویل چې دوی یو خپلواک، بې طرفه، متحد، ډيموکراټيک او سوله ییز افغانستانه ملاتړ کوي، ويې غوښتل چې ټولشموله حکومت دې جوړ کړي چې د ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي قوتونو استازي پکې ګډون لري، له افغان کډوالو سره یې د مرستې غوښتنه وکړه چې هغوی په باعزته، خوندي او باثباته ډول بيرته خپل وطن ته ستانه شي.

افغانستان کې د جګړې له پيله تر پایه پورې د شانګهای د همکارۍ سازمان او ناټو ترمنځ شته توپیرونو ته په کتو، ښکاره ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان همکارۍ کوي او ناټو خپل ځواک څرګندوي؛ د شانګهای همکارۍ سازمان د نورو هېوادونو خپلواکۍ ته درناوی لري او ناټو په نورو کې پوځي مداخله کوي، د شانګهای همکارۍ سازمان د افغانستان مسئلې ته پر له پسي پاملرنه کوي او ناټو چې په افغانستان کې يې جګړه پيل او وضعيت يې ګډوډ کړ، خو بیا ترې و تښتېده او هر څه يې ګډ وډ پرېښودل،  دغه توپيرونه څرګند دي.