د م م ځانګړی راپور: نژادي تبعيض د پرمختګ حق د پلي کولو مخه نیسي
CMG2022/09/18 14:49:56
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوه میشل کانارډ د سپتمبر په ١٦مه نېټه د بشري حقونو د شورا ۵۱مې غونډې ته خپل ځانګړی څېړنيز راپور وړاندې کړ او ويې ويل چې نژادي تبعيض د پرمختګ د حق د پلي کېدو پروړاندې خنډ ګرځي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د نژاد پرستۍ له ټولو ډولونو سره په ګډه مبارزه وکړي.

د پرمختګ د حق په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د ميکانيزم مشر میشل کانارډ وويل، نژادي تبعيض له تاوتريخوالي، بېوزلۍ او بېکارۍ سره تړاو لري.

د کانارډ د راپور له خپرېدو وروسته د چين استازي وويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې په خپل هېواد کې نژادي تبعيض ختم کړي، د نژادي تبعيض په اړه له ټولو اقداماتو سره مبارزه وکړي او د ملي لږکيو د ژوند او پرمختګ د حقونو په برخه کې د لا زياتو زيانونو مخه ونیسي.