د چين د احصايې ملي ادارې په دې وروستیو کې له تېرو لسو کلونو راهيسې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او بریاليتوب راپور خپور کړی.
یاد راپور وايي، د نړيوال بانک د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۰م کال کې د چين د تولیدي صنعت اندازه د لومړي ځل لپاره له امریکا څخه لوړه شوې او په وروستيو مسلسو څو کلونو کې يې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی. په ۲۰۲۰م کال کې د چين د توليدي صنعت اندازه په نړۍ کې ۲۸.۵ سلنه ده، چې دغه رقم د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۶.۲ سلنه زيات شوی.
راپور وايي، د چين د نوي صنعت توليداتو چټک پرمختګ موندلی. په ۲۰۲۱م کال کې د صنعتي روبوټ توليدي اندازه ۳۶۶ زرو ته رسېدلې، چې د يو کال مخکې په نسبت ۶۷.۹ سلنه زيات شوی دی.