د شن جو ۱۴مې فضايي بيړۍ ستورمزلو په بریالیتوب سره د دوهم ځل لپاره له فضايي بیړۍ څخه بهر ته ټولې ټاکل شوې دندې بشپړې کړې
CMG2022/09/18 14:49:24
شريکول:

د سپتمبر د ۱۷مې نېټې تر غرمې وورسته په ۵ بجو او ۴۷ دقیقو د شن جو ۱۴مې فضايي بيړۍ ستورمزلو له فضايي بیړۍ څخه بهر ته له څه باندې ۵ ساعتونو فعاليتونو وروسته ټول ټاکل شوي کارونه بشپړ کړل.

په دې سره به دا د فضایي سټیشن د جوړولو په مرحله کې، د ستورمزلو لپاره یو عادي فعالیت شي چې له فضايي بیړۍ څخه بهر ته لاړ شي او د تجهیزاتو د ساتلو او بدلولو او نور عملیات ترسره کړي.