شانګهای همکارۍ سازمان د نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره مثبت ځواک برابروي
CMG2022/09/18 15:23:15
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۲مه غونډه کې وويل، موږ پخوا د شانګهای روحيې د تطبيق په برخه کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي او راتلونکي کې به هم د شانګهای روحيې په اساس پرمخ ګامونه پورته کړو. نوموړي په خپله وينا کې د شانګهای همکارۍ سازمان د پياوړتيا او د دغه سازمان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په پار پنځه فقره ييز وړانديز وکړ. د يادې غونډې ګډونوالو د شي جين پينګ دغو خبرو ته مثبت غبرګونونه ښودلي دي.

شانګهای همکارۍ سازمان له تېرو ۲۱ کلونو راهيسې د همکارۍ يو داسې سيمه ييز سازمان دی، چې د غړو هېوادونو عمومي مساحت او نفوس يې د نړۍ د نورو سيمه ييزو سازمانونو په پرتله زيات دی. دغه سازمان په روان کال کې ځينې هېوادونه د خپلو غړو هېوادونو او يا ډيالوګ ملګرو په توګه منلي، دغه راز د دې سازمان د ملګرو کړۍ د پراخوالي په حال کې ده.

د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ لامل څه دی؟

د شي جين پينګ په وينا کې د دغه سازمان د پياوړتيا پنځه تجربې يادې شوې، چې (( پر متقابل سياسي اعتماد ټينګار کول))، (( پر همکارۍ ټينګار کول))، ((پر برابري ولاړ سلوک ټينګار کول))، (( پر ورخلاصون او ټولشموليت ټينګار کول)) او ((پر عدالت ټينګار کول)). له يادو پنځو اصولو څخه ښکاري، چې د شانګهای روحيه متقابل اعتماد، ګډې ګټې، برابري، سلامشورې، مختلفو تمدنونو ته درناوی او د ګډ پرمختګ موخه غوښتې چې دا رښتینی څواړخيزم دی.

د قطر پوهنتون د نړيوالو اړيکو انستيتيوت پروفېسور خير ديابت وويل، چې د شانګهای په روحيه کې د سولې، متقابل درناوي باور او همکارۍ نظريې شاملې دي، دغه مفکوره د جاذبې قوت لري او زياتېدوونکي هېوادونه غواړي د شانګهای همکارۍ سازمان په لويه کورنۍ کې برخه ولري.

 چين د شانګهای همکارۍ سازمان بنسټګر غړی هېواد دی او د دغه سازمان د تلپاتې پرمختګ لپاره يې پلانونه جوړ او هڅې يې کړې دي. شي جين پينګ په دغه سرمشريزه غونډه کې د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ په پار ۵ فقره ييز وړانديز وکړ، چې متقابل ملاتړ دې پياوړی شي، د امنيت همکارۍ دې پراخې شي، رښتينې همکارۍ دې ژورې شي، کلتوري تګ راتګ دې زيات شي او پر څواړخيزم دې ټينګار وشي او په دغو ۵ برخو کې يې مشخص تدبيرونه وړاندې کړل.

چين په دې اړه څرګنده کړې، چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه بايد د رنګين انقلاب د طرحې او تحريک په اړه د بهرنيو ځواکونو د کړو وړو پر وړاندې محتاط واوسي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې له هر ډول لاسوهنې سره په ګډه مخالفت وکړي، د افغان مسئلې د حل لپاره دې ګډې هڅې وکړي او د صفر - جمع(zero-sum) له سيالۍ او ډله ييز سياست څخه دې ډډه وکړي.

د يادولو وړ ده، چې د دغې سرمشريزې غونډې په (( سمرقند اعلاميه )) کې د چين له خوا وړاندې شوي د نړيوال پرمختګ پېشنهاد موضوعات ليکل شوي، د چين له خوا وړاندې شوي د نړيوال امنيت پېشنهاد روحيه په ډاګه شوې او د يو کمربند او يوې لارې له پېشنهاد څخه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ملاتړ يو ځل بيا څرګند شوی دی. دا ښيي، چې د چين نظريې د دې سازمان د غړو هېوادونو له ګډو علاقو او ګټو سره سمون لري.