د ترکيې ولسمشر: د شانګهای همکارۍ سازمان غړيتوب د ترکيې موخه ده
CMG2022/09/18 14:50:44
شريکول:

د ترکيې انادولو خبري اژانس د سپتمبر په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ، کله چې له ازبکستان څخه د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان ليدنه پای ته ورسېده، د ترکيې خبريال له اردوغان څخه پوښتنه وکړه، چې ايا ترکيه به د شانګهای همکارۍ سازمان غړی شي؟ اردوغان وويل، چې البته! دا د ترکيې موخه ده.

اردوغان د نوموړي سازمان په سرمشريزه غونډه کې ويلي، چې اسيا له ترکيې سره تاريخي او کلتوري اړيکې لري، نو د دې سيمې امنیت، ثبات او سمسورتيا د ترکيې د بهرنۍ پاليسۍ لپاره لومړيتوب دی. ترکيه همکاريو ته په درنه سترګه ګوري، څو  د دې سيمې امنيت او ثبات خوندي کړي.