د چين-اسيان په ۱۹م نندارتون کې د تړونونو ارزښت له ۴۰۰ مليارډو يوانو څخه زيات دی
CMG2022/09/18 14:48:49
شريکول:

د چين او اسيان د ۱۹مې دورې نندارتون او د چين او اسيان د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه غونډه د ګوانګ شي په نان نينګ ښار کې تر سره شوه چې د ۴۱۳ مليارډو يوانو په ارزښت د پانګونې او همکارۍ ۲۶۷ پروژې لاسليک شوې. دا رقم د دغه نندارتون د تېرې دورې د تړونونو په پرتله ٣٧ سلنه دی. په لاسليک شويو تړونونو کې د هغو پروژو شمېر ۸۷ ته رسېدلی، جې د پروژې ارزښت له يو مليارډ يوانو زيات دی.

لاسلیک شوې پروژې په عمده توګه د نويو فلزي موادو، عصري کرنې او د شنه چاپیریال د ساتنې په برخو کې دي چې په ډېرو لویو پروژو کې د پانګونو او همکارۍ د زياتېدو وړتيا لري او په کې د ګوانګ دونګ - هانکانګ - مکاو لوی خلیج سیمې، د يانګ ځه سيند اقتصادي کمربند او د بېجينګ - تيان جين - هه بې په شمول د مهمو سيمو د تصدیو د پروژو قرارداد اندازه پکې ۷۶سلنه ده.