وانګ يي د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ايمانويل بوني سره ټيليفوني خبرې وکړې
CMG2022/09/18 15:03:43
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو له سلاکار ايمانويل بوني سره ټيليفوني خبرې وکړې.

وانګ يي په يادو خبرو کې وويل، چين او فرانسه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او بامسووليته هېوادونه دي، نو د دوه اړخيزو اړيکو ثابت پرمختګ د دواړو خواوو او د نړيوالې سولې او ثبات لپاره ګټور دی. په دې وروستيو کې د چين او فرانسې ترمنځ ستراتيژيک ډيالوګ او د پولي چارو ډيالوګ ډېر ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي. دواړه خواوې د راتلونکو همکاریو په اړه بشپړه موافقه لري. چين غواړي له فرانسې سره د لوړې کچې تګ راتګ وساتي او ستراتيژيکې تبادلې زياتې کړي، څو د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ ته خوځنده ورکړي او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډې هڅې وکړي.

ايمانويل بوني وويل، اوسمهال نړیوال وضعيت پېچلی او کړکېچن دی. فرانسه غواړي له چین سره د لوړې کچې تګ راتګ زیات کړي او د نړيوال امنيت او ثبات په اړه د مهمو او لويو مسئلو په اړه بحث وکړي.