خبري رسنيو د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د اوکراين د بندري چارو ادارې په قول خبر ورکړی، چې دغه هېواد د تور سمندر له لارې د غلودانو د لېږد وړانديز له پلي کېدو راهیسې په ۱۶۵ بېړيو کې اسيايي، اروپايي او افريقايي هېوادونو ته کرنيز محصولات صادر کړي دي.
يادې ادارې ويلي، چې په دغو بېړيو کې يې ۳ ميليونه او ۷۰۰ زره ټنه غلې دانې لېږدولې دي.
د مالوماتو له مخې، د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه ۱۰ بېړۍ، چې پکې ۱۶۹ زره او ۳ سوه غلې دانې بار وې، د اوکراين له جنوبي بندر څخه د افريقايي، اسيايي او اروپايي هېوادونو په لوري خوځېدلې دي.