د چين پوسټ ملي ادارې د سپتمبر په ۱۹ مه نېټه د تېر اګست د پوستي چارو د پرمختګ وضعيت خپور کړی، چې له مخې يې په همدې مياشت کې په دغه هېواد کې ۹ ميليارډه او ۴۳۰ ميليونه بستې د چټک پوست له لارې ليږدول شوي او ۱۱۱ ميليارډه او ۴۶۰ ميليونه يوانه عوايد يې ترلاسه کړي دي، چې دا د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ٪ ۹.۸ زياتوالی ښيي.