هنګري: د اروپايي ټولنې د مالي مرستې د ترلاسه کولو په موخه به ژمنې پوره کوي
CMG2022/09/19 10:32:41
شريکول:

د هنګري د سيمه ييز پرمختګ او د اروپايي ټولنې د پيسو د کارولو وزير ناورکسيکس د سپتمبر په ۱۸ مه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې هېواد به يې له اروپايي ټولنې د ميليارډونو يورو د ترلاسه کولو په پار کړې ژمنې پلې کړي.

اروپايي ټولنې د همدې ورځې په سهار پرېکړه کړې، چې هنګري ته به د ۷ ميليارډو او ۵ ميليونو يورو د ورکولو پلان تر هغې وځنډوي، څو د دغه هېواد حکومت د فساد  ضد کوټلي ګامونه پورته کړي.
ناورکسيکس د اروپايي ټولنې د يادې پرېکړې په اړه ويلي، چې هېواد يې له يادې ټولنې سره د شرايطو پر ميکانيزم خبرې اترې پای ته رسولي او ژمنه يې کړې، چې د فساد ضد مبارزې په اړه به اړين او کوټلي ګامونه اخلي.
ناورکسيکس زياته کړې، چې اروپايي ټولنه پر دې شک لري، چې هنګري به خپله ژمنه پوره نه کړای شي، خو نوموړي په ټينګار ويلي، چې هېواد به یې کړو ژمنو ته د عمل جامه ور اغوندي.