شي جين پينګ د چين -اسيا او اروپا ۷م نندارتون ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/09/19 21:03:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د چين - اسيا او اروپا ۷م نندارتون ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

 دغه نندارتون په همدې ورځ د چين د شينجيانګ په ارومچي ښار کې پرانيستل شو.

شي جين پينګ په خپل پيغام ليکلي، د اسيا او اروپا لويې وچې د پرمختګ له قوت او بالقوه توان لرونکې دي او د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو لپاره مهمې سیمې دي. د چين شينجيانګ له تېرو څو کلونو راهيسې د خپل جغرافيايي موقعیته په سمې استفادې سره د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې ابادۍ ته پرمختګ ورکړی او د چين، اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او همکاريو په هڅولو کې يې مثبت رول لوبولی دی.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې  چين غواړي له نورو هېوادونو سره په ګډه د ورېښمو لارې روحيه خپره کړي او د اسيا او اروپا ترمنځ همکارۍ لا زياتې او پياوړې کړي.