د چين او روسيې تر منځ د ستراتيژيکي امنيت د ۱۷مې دورې خبرې اترې به تر سره شي
CMG2022/09/19 10:15:55
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دغې مرکزي کميټې د بهرنيو چارو کاري کمېسيون د دفتر مشر يانګ جيې چه او د دغې مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، د سکريتريت منشي او د سياسي او تقنيني چارو کمېسيون منشي ګوه شنګ کون په بلنه به، د روسيې د فيدرالي امنيت شورا سکرتر نيکولای پتروشيف د سپتمبر له ۱۸مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې له چين څخه لېدنه وکړي او د چين او روسيې تر منځ د ستراتيژيکي امنيت د ۱۷مې دورې په خبرو اترو او د دواړو هېوادونو د همکاريز ميکانيزم په ۷مه غونډه کې به ګډون وکړي.

(مينه)