چين د روان کال په ۸ میاشتو کې زياتې بهرنۍ پانګې راجلب کړي
CMG2022/09/19 11:28:42
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې ۸۹۲ ميليارډه او ۷۴۰ ميليونه يوانه بهرنۍ پانګې کارول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۶.۴ زیاتوالی ښيي.
د مالوماتو له مخې، په چين کې د کوريا جمهوريت، جرمني، جاپان او بريتانيې تصديو په جلاجلا توګه ٪ ۵۸.۹، ٪ ۳۰.۳، ٪ ۲۶.۸ او ٪ ۱۷.۲ پانګونې کړې دي.