د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د سپتمبر په ۱۸مه نېټه ويلي، چې له امريکا سره يې د بنديانو تبادله د ايران د اټومي تړون د خبرو اترو له پروسې سره هيڅ تړاو نه لري او تهران چمتو دی، چې له واشنګټن سره د بنديانو تبادله کړي.
نوموړي ويلي، چې د ايران حکومت له اټومي تړون پرته چمتو دی، چې د بنديانو د تبادلې مسئله د بشري مسئلې په توګه حل کړي، له بېلا بېلو خواوو سره خبرې وکړي او يوې موافقې ته ورسره ورسیږي.
نوموړي زياته کړې، چې اوس به امريکا پرېکړه کوي، چې د ايران اټومي تړون پلی کوي او کنه او د ده په وينا ايران چمتو دی، چې ياد تړون ته د عمل جامه واچوي.
(مينه)