د اسرائيل کابينې له عربي هېوادونو سره د نېګيف د همکاريو فورم جوړېدل تصويب کړ
CMG2022/09/19 14:48:31
شريکول:

د اسرائيل د صدراعظم دفتر د سپتمبر په ۱۸مه نېټه يوې اعلاميې کې ويلي، چې د هېواد کابينې په نننۍ غونډې کې له عربي هېوادونو سره د نېګيف د همکاريو فورم جوړېدل تصويب کړی دی.

دغه فورم د اسرائیل لومړي وزير له لوري وړانديز شوی او موخه يې دا ښودل شوې، چې د عربي هېوادونو او اسرائیل ترمنځ همکارۍ پراخې شي.

اعلاميه وايي، د نېګيف فورم تر چوکاټ لاندې به د غلو دانو خونديتوب او اوبه، انرژۍ، سيلانۍ، روغتيا، ښوونې او ټولشموليت او سيمه ييز امنيت کاري ګروپونه جوړ شي.

اعلاميه زياتوي، چې د اسرائيل د کابينې ياده پرېکړه به د نېګيف فورم کارونه په خوځښت راولي او سيمه ييز امنيت او ثابت، ډيپلوماتيکې او اقتصادي همکارۍ او کلتوري تبادلې به پياوړې کړي.

اعلاميه وايي، چې د دغه فورم د همغږۍ چارې به د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت له لوري پر مخ وړل کيږي.