په چين کې سږ کال پر ۱۱ ميلیونو او ۳۳۳ ميليونه هکتاره کرنيزې ځمکې د مني د غلو دانو کرکيله شوې او بزګران يې اوس د محصولاتو په راټولولو پېل کړی دی.
د چين د کرنې او کلیو پراختيا وزارت تازه شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې تر دې دمه د مني د غلو دانو د کرکيلې ۱۳ اعشاریه ۳ سلنه محصولات راټول شوي دي.
د مالوماتو له مخې، د چين په جنوب ـ لوېديځ کې د سږني مني د کرکيلې تر ٪ ۵۰ زياتې غلې دانې راټولې شوي او د دغه هېواد په شمال ـ لوېديځ کې د کرکېلې ٪ ۱۰ محصولات راټول شوي دي او دغه راز د دغه هېواد په شمال ـ ختيځې هوانګ هوای های سيمې کې هم د کرنيزو محصولاتو د راټولولو چارې پيل شوې دي.