د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۲مه سرمشریزه د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شوه. دا د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته د دغه سازمان غړو هېوادونو مشرانو لومړی مخامخ او حضوري ناسته وه چې یو لړ فعالې پایلې يې درلودلې دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له څه باندې ۲۰ کلونو راهيسې په پر له پسې ډول عملي همکارۍ او ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي.
د قزاقستان په سوېل کې د چین په پانګونې سره بادي برېښناکوټ چې په منځنۍ اسیا کې دا ډول تر ټولو لوی برېښناکوټ بلل کېږي، تېر کال بشپړ شوی او کار يې پيل کړی دی.
د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز د جوړونې بهیر يې چټک کړی او په چینګډاو ښار کې د مالونو د لېږ را لېږد نوي مرکز ډېر مهم رول پکې لوبولی دی. شمېرنې ښيي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو تجارتي عمومي ارزښت په تېرو شلو کلونو کې نږدې سل چنده زیات شوی، په ۲۰۰۱م کال کې په نړیوالو سوداګریو کې د دغو هېوادونو برخه ۵.۴ سلنه وه او په ۲۰۲۰م کال کې دغه رقم ۱۷.۵ سلنې ته لوړ شوی دی. نو ویلای شوو چې د وسوداګرۍ اغیزې په ټوله نړۍ کې په دوامداره توګه د پياوړتيا په حال کې دي.
د ازبکستان یو متل دی "یوازې د میوو څخه ډکه ونه پاملرنه راجلبوي"، له مساواتو، متقابل اعتماد، متقابلې همکارۍ، خبرو اترو او درناوي څخه ډکې "شانګهای روحیې" د ډېرو هېوادونو پام جلب کړی دی. په دې سرمشریزه کې د شانګهای سازمان د غړیتوب لپاره د ایران د مکلفیتونو په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک شو، او د بیلاروس د غړیتوب بهیر پیل شو او د بحرین په ګډون پنځه هیوادونه د دغه سازمان د همکارانو په نوملړ کې شامل شول.
اوس د شانګهای همکارۍ سازمان په ګردې نړۍ کې تر ټولو لوی او زیات نفوس لرونکی سیمه ییز سازمان بلل کېږي.
په عین وخت کې ځينې لوېديځو شخصیتونو دغه سازمان ته د ختیځ ناټو نوم ورکړی او غواړي بې ځایه تورونه ورباندې ولګوي. خو دواړه سازمانونه بنسټيز توپيرونه لري. د شانګهای سازمان د بېلا بېلو سيمو هېوادونه او د پرمختګ په بېلا بېلو پړاوونو کې او د مختلفو تمدنونو او دودونو لرونکي سره راټول کړي، د غړو هېوادونو د خلکو د ژوند د کچې د لوړولو او د اقتصاد، تجارت، امنیت، انرژۍ او د چاپیریال ساتنې په برخو کې يې د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې کړې دي. دغه سازمان پردې اصولو هم ټینګار کړی چې د هېڅ هېواد پر خلاف ائتلاف نه جوړوي، د هېڅ هېواد پرضد نه دی او د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. ناټو، د متحده ایالاتو په مشرۍ د پوځي اتحاد په توګه، د لویدیځ تسلط ساتلو ته لومړیتوب ورکوي، د سړې جګړې ذهنیت پالي او د ځواک څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د یادولو وړ ده چې ترکیې چې د ناټو غړی هیواد دی هم د شانګهای سازمان د ډیالوګ همکار په توګه د سمرقند په سرمشریزه کې ګډون کړی و. د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپله وينا كې وويل چې له چين سره په ګډه كار كولو ته لېوالتيا لري او هيله لري چې د چين او تركيې د ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره خپلمنځي همكارۍ او پياوړتيا ته وده ورکړي.
له دې څخه ښکاري، چې ډېر زیات هېوادونه د شانګهای همکارۍ سازمان ته نږدې شوي او غواړي په یووالۍ او پرمختګ کې برخه ولري.