د فوميو کشيدا په مشرۍ د جاپان له کابينې د جاپانيانو د ملاتړ کچه کمه شوې
CMG2022/09/19 10:29:58
شريکول:

جاپاني رسنيو تازه سروې خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هېواد د صدراعظم فوميو کشيدا تر مشرۍ لاندې له کابينې څخه د جاپانيانو د ملاتړ کچه ډېره کمه شوې او د نه ملاتړ کچه يې په لومړي ځل د ملاتړ تر کچې زياته شوې ده.
د جاپان د کيودونيوز خبري اژانس سروې ښيي، چې له فوميو کشيدا د جاپانيانو د ملاتړ کچه بې سارې ټيټې سويې ته رسیدلې او ٪ ۴۰.۲ یې ښودلې ده او د نه ملاتړ کچه يې په لومړي ځل د ملاتړ تر کچې لوړه شوې او ٪ ۴۶.۵ ته رسېدلې ده. 
د نيککې ورځپاڼې او ټي وي توکيو ګډه سروې ښيي، چې له فوميو کشيدا د جاپانيانو د ملاتړ کچه ٪ ۴۳ ته ښکته شوې او د نه ملاتړ کچه يې ٪ ۴۶ ته لوړه شوې ده.