کابل کې د امريکا ضد لاريون
CRI2022/09/19 15:25:53
شريکول:

سلګونو کسانو په پلازمېنې کابل کې د امریکا ضد لاريون کړی دی.

واشنګټن پرېکړه کړې، چې د افغانستان بانګ د کنګل شوې شتمنۍ يوه برخه به په سویس کې يوه فنډ ته وسپاري.

لاريونوالو د امريکې ياده پرېکړه غندلې او پر ضد يې شعارونه ورکول.

دوی د بشري حقونو پر ادارې هم نېوکې کولې، چې د امریکا او انګليستان ځواکونو په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي، خو يادې ادارې يې پر کړنو سترګې پټې کړې دي.