د چين د ورخلاصون باب به لا پراخ شي
CMG2022/09/20 16:52:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بينګ د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په يوه مطبوعاتي ‌غونډه کې وويل، چې په راتلونکي کې د چين د ورخلاصون دروازه به لا پراخه شي.

د چين د شمېرنې ملي ادارې په دې وروستيو کې د دې هېواد د کمونېسټ ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او برياليتوب راپور خپور کړی. د دې راپور له مخې، له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د چين جي دي پي (GDP) په منځني ډول هر کال ۶.۶ سلنه زياتوالی لري، په همدې موده کې نړۍ ۲.۶ سلنه او پرمختيايي هېوادونه ۳.۷ سلنه زياتوالی لري. 

نوموړي‌ وويل، چې له دې څخه دا څرګندېږي، چې چين د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره محرکه قوه دی.