د لاتيني امریکا د کډوالو غمیزې
CMG2022/09/20 11:12:15
شريکول:

د روان کال په تېر جون کې د متحده ایالاتو د ټيکساس ایالت په سان انتوني ښار کې د کډوالو په یوې پېښې کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول.

د امریکا فوکس اژانس د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د امریکا د ګمرکونو او پولې ساتونکې ادارې د یو مامور په قول خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهیسې، ۷۸۲ کډوال د متحده ایالاتو او مکسیکو له ګډې پولې څخه په تېرېدو وژل شوي او دغه شمېر بې ساری لوړ شوی دی.

راپورونه وايي، چې په روان سپتمبر کې په پر يادې پولې ۳۰  کډوال وژل شوي دي. 

د کډوالو نړیوال سازمان سږ کال د امریکې او مکسیکو ترمنځ پوله په نړۍ کې د کډوالۍ تر ټولو خطارناکه لاره بللې ده.

 (هیله)