وانګ يي: د امريکا په اړه د چين تګلارې يقيني دي
CMG2022/09/20 20:55:21
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په نيويارک کې په يوه خبري ناسته کې د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو ملي کميسيون، د امريکا او چين د سوداګرۍ ملي کمېټې او د امريکا د سوداګرو ټولنې له استازو سره خبرې وکړې.

نوموړي وويل، چې د چين د پرمختګ راتلونکی يقيني دی، د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه د چين هوډ متيقنی دی، د امريکا په اړه د چين تګلارې يقيني دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګرې همکارۍ د پياوړتيا په اړه د چين رويه يقيني ده او له امريکا سره د څواړخيزې همغږۍ په اړه د چين هيله يقيني ده.

وانګ يي زياته کړه، چې امريکا دې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ په ښه توګه وساتي، په تېره بيا دې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي.