بریتانیې د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د ملکې الیزابېت II د جنازې دولتي مراسم ترسره کړل.
د اليزابېت د جنازې په مراسمو کې د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړو، حکومتي چارواکو، پادریانو او د نورو هېوادونو د شاهي کورنۍ غړو او لوړ پوړو مامورینو ګډون کړی و.
د ملکې تابوت پر ځايي وخت د همدې ورځې په ماسپښين د لندن په لوېديځ وينډسر کیسل ته يوړل شو او هلته د هغې د مېړه شهزاده فیلیپ ترڅنګ خاورو ته وسپارل شوه.
(هیله)