د افغانستان لنډمهاله حکومت له امريکا سره د بنديانو تبادله کړي
CMG2022/09/20 10:02:40
شريکول:

د افغانستان د لنډمهاله حکومت د سپتمبر په ۱۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د همدې ورځې په سهار يې د پلازمينې کابل په هوايي ډګر کې له امريکا سره د بنديانو تبادله کړي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي څو ورځې وړاندې په يوې غونډې کې ويلي وو، چې د امريکا حکومت له ګوانټانامو زندان څخه حاجي بشر نورزی ازاد کړی او د افغانستان لنډمهاله حکومت به یې په بدل کې د امريکا يو اتباع مارک فريرکس له بنده ازاد کړي.

دواړو خواوو په همدې ورځ د کابل نړيوال هوايي ډګر کې د بنديانو تبادله کړي دي.

 (مينه)