د امريکا د خپلواک تحقيقي خبريال نورټن په دې وروستيو کې د دغه هېواد د پارلمان د څېړنو خدمتي څانګې شمېرنې ته په اشارې وويل، امريکا له ۱۷۹۸م تر ۲۰۲۲م کال پورې په بهرنيو هېوادونو کې د نظامي لاسوهنې ۴۶۹ عمليات تر سره کړي، چې له دې جملې څخه ۲۵۱ عمليات د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په څه باندې ۳۰ کلونو کې تر سره شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په خبري ناسته کې د یادې شمېرنې په اړه وويل، امريکا په وار وار ويلي، د مقرراتو پر بنسټ نړیوال نظام ته درناوی کوي او د دې نظام ساتنه به وکړي، خو يادې شمېرنې دا په ډاګه کړې، چې امریکا د دې مقرراتو اصلي بڼه جګړه ماري او باداري غوښتنه ده.
وانګ ون بين زياته کړه، امريکا بايد خپلې ناوړه کړنې درک او هغه سمې کړي.