زلينسکي په خرسونس کې د پوځي او سياسي ادارې د جوړولو حکم لاسليک کړی
CMG2022/09/20 11:01:53
شريکول:

خبري رسنيو د سپتمبر په ۱۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي په همدې ورځ يو حکم لاسليک کړی، چې له مخې به یې دغه هېواد په خرسونس سيمې کې پوځي او سياسي ادارې جوړې کړي.

د مالوماتو له مخې، د اوکراين د پوځ لوی درستيز رياست او د خرسونس سياسي ادارې د ولسمشر زلينسکي د حکم له مخې تدبيرونه نيولي او د يادو ادارو په جوړونې يې پېل کړی دی.

(مينه)