چين په ګردې نړۍ کې د امنيت وړاندیز د پلې کېدو غوښتنه وکړه
CMG2022/09/20 11:09:44
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د بشري حقونو شورا په یوې غونډې کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په ګردې نړۍ کې د امنیت وړاندیز پلی کړي او رښتینی څواړخیزم وساتي. 

د چين استازي ويلي، چې څواړخیزم د سولې او د پرمختګ هڅونې اغېزناکه لار ده. نړیواله ټولنه دې رښتینی څواړخیزم تطبیق او ساتنه دې يې وکړي او له تسلط او ډله ييز سیاست او یواړخیزو بندیزونو او لاسوهنې سره دې کلک مخالفت وکړي.

د امریکا په شمول ځیني لوېديځ هېوادونه د خپلو سیاسي موخو لپاره د نورو هېوادونو په اړه ناسم مالومات جوړوي او خپروي يې او د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي او بندیزونه پرې لګوي.

 د لوېديځو هېوادونو يادې کړنې د ملګرو ملتونو له منشور او اصولو سره په ټکر دي او څواړخیز نظام او نړیوال مقررات يې تر پښتو لاندې کړي دي.

د چين استازي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د ځينو لوېديځو هېوادونو يادې کړنې وغندې او پر وړاندې يې احتجاج وکړي او بشري حقونو ته د سیاسي رنګ ورکولو او وسیلو ګرځولو مخنیوی دې وکړي.

 (هیله)