په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۰۹ میلیونه، ۲۴۷ زره او ۱۱۳ ته رسېدلی
CMG2022/09/20 10:49:23
شريکول:

روغتیا نړیوال سازمان د سپتمبر په ۱۹مه نېټه تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې نېټې د ماسپښین تر ۵ بجو او ۴۲ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۳۸۸ زره او ۱۶ نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره یې عمومي شمېر ۶۰۹ میلیونه، ۲۴۷ زره او ۱۱۳ ته رسېدلی دی.

راپور وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۶۴۱ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر ۶ میلیونه، ۵۰۳ زره او ۸۹۴ ته رسېدلی دی.

(هیله)