د چین او اسيان نندارتون ګډونوال د یاد نندارتون له دایرولو هرکلی کوي
CMG2022/09/21 15:01:53
شريکول:

په شانګهای کې د ويتنام د قهوه شرکت مسؤل په دې وروستيو ورځو کې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې موږ په چين کې څه باندې درې سوه همکاران لرو. په ۲۰۰۴م کال کې د دې شرکت توليدات په لومړي ځل د چین او اسيان په نندارتون کې نندارچيانو ته وړاندې شوي او روان کال د دوی نوي توليدات بيا په دې نندارتون کې د ګډنوالو له خوا منل کېږي. د دې شرکت په شان د بهرنيو تصدیو او شرکتونو شمېر ډېر دی  چې له ياد نندارتون څخه يې پرمختيايي ځواک تر لاسه کړی دی.

د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د چين او اسيان ترمنځ ۱۹ م نندارتون او د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه د چین د ګوانګ شي د ځوانګ قوم په کورواکه سيمه کې پای ته ورسېده. په  دغه څلور ورځني نندارتون کې د څلوېښتو هېوادونو ۱۶۵۳ تصديو ګډون کړی و او څه باندې دوو زرو تصديو په انلاين ډول پکې برخه اخیستې وه  چې په پايله کې يې د تړون له مخې د همکاريزو پروژو شمېر ۲۶۷ ته رسېدلی او عمومي پانګه يې ۴۱۳ ميليارډه يوانه دي. ويلی شو چې سږني نندارتون ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي.

اوس مهال نړيوال اقتصادي پرمختګ کمزوری دی او راتلونکې يې ښه نه ده. د نړيوال بانک او د پيسو د نړيوال صندوق په شمول څو ارګانونو په وروستيو کې په جلا جلا توګه د روان او راتلونکي کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ په اړه وړاندوينه راټيټه کړې ده. د دې حالت پر وړاندې د ياد نندارتون جوړونه اهميت لري. د چین مصنوعي ځيرکيا تجهيزات، هغه کورني وسايل چې لږه ککړتيا راوړي، او برښنایي محصولات په دې نندارتون کې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. د اسيان خواړه، جوسونه، مېوې او کورني سامانونه د چینايي سوداګرو له خوا اخيستل شوي دي. کله چې ځينو اقتصادونو د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خنډونه جوړ کړي، ياد نندارتون په پرانيستې رويې سره د کرونا وبا وروسته د اقتصاد د بيا سمسورتيا او پرانيستي سيمه ييز اقتصاد د ابادۍ لپاره نوی فرصت برابر کړی دی.

روان کال د چين او اسيان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو پيل دی او د سيمه ييزو اقتصادي همکاریو د اړيکو تړون (RCEP) د پلي کولو لومړی کال هم دی. د چین او اسيان د ازادې سوداګرۍ د ابادۍ لا پياوړتيا به ژر پيل شي چې له دې کبله به د چين او اسيان ترمنځ همکارۍ نوي پړاو ته دننه شي.

له شمېرو څخه دغه ټکی ښکاري چې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين او اسيان ترمنځ عمومي سوداګريز ارزښت ۴۰۹۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې څوارلس زيات شوی او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د عمومي ارزښت په سلو کې ۱۵ برخه نيولې ده. د روان کال د جولای تر پايه د چين او اسيان دوه اړخيزه پانګونه له ۳۴۰ ميليارډه امريکايي ډالرو څخه اوښتې چې له دې کبله د پانګونې په برخه کې يو د بل ښه همکار بلل کېږي.

د (RCEP)تړون په پلي کولو سره د چين او اسيان ترمنځ همکارۍ پياوړې شوې او ډېر امتیازونه غوره شوي او دوه اړخيز اقتصادي تګ راتګ لا نژدې شوی دی. سربېره پردې په دې تړون کې د جاپان، د کوريا جمهوریت، استراليا او نويزيلنډ د برخې اخيستنې په برکت د چين او اسیان اقتصادي دوستان هم زيات شوي دي.

د کوريا جمهوريت د ياد نندارتون له خوا بلل شوی يو ځانګړی همکار دی او په لومړي ځل يې پکې اړونده نندارخونه جوړه کړې وه. د دې هېواد د کاسمټيک، خواړه او الکترونيکي توليدات د هر کلي وړ ګرځېدلي دي. دوی هيله وښوده چې د چين او اسيان په نندارتون کې د ګډون لارې د اسيان هېوادونو بازارونو ته د ننوتلو لپاره سوداګريز فرصتونه ولټوي. حقيقت دا دی چې د چين، اسيان او د (RCEP)تړون د نورو غړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا د دې نندارتون بله لاسته راوړنه ده.

د چين او اسيان د سوداګريزې شورا اجرایوي مشر شو نينګ نينګ وويل چې که د چين او اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمې د ابادۍ لا پياوړتيا پيل شي او اړوندې خواوې د (RCEP) تړون له پلي کولو څخه برخمن شي، دواړه خواوې به نه يوازې د مالياتو د کمښت بلکې  سوداګريزې اسانتياوې د برابرولو په برخه کې نوی پرمختګ ومومي. نو د سږني نندارتون ګډونوالو په جلا جلا توګه ويلي چې په راتلونکي کال کې به بيا په دې نندارتون کې ګډون وکړي.