د ای اې اېف (IAF) د نړيوالې فضايي ټولنې ۷۳مه غونډه په دې وروستيو کې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې تر سره شوې ده.
د چين د تيان ون لومړي نمبر د مريخ اکتشافي دستګاه کاري ډلې په دغې غونډې کې د ۲۰۲۲م کال د فضانوردۍ نړيواله جايزه تر لاسه کړې ده او دغه جايزه د ای اې اېف (IAF) تر ټولو مهمه جايزه بلل کيږي.
د چين د چانګ عه څلورم نمبر د سپوږمۍ اکتشافي دستګاه د کاري ډلې استازو هم په ۲۰۲۰م کال کې ياده جايزه ګټلې وه.