پوتين: د روسيې دفاعي صنعت بايد د وارداتو ځای ډک کړي
CMG2022/09/21 10:52:37
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د دغه هېواد د دفاعي صنعتي چارو د شرکتونو له مشرانو سره کتلي او ويلي يې دي، چې د روسيې دفاعي صنعت بايد د وارداتو ځای پوره کړي او توليدي توان دې په لوړ کيفيت سره لوړ او د توليد وخت کم کړي.

نوموړي زياته کړې، چې روسيه بايد د دفاعي صنعت چارو شرکتونو توليدي توان لوړ وساتي او له اړتيا سره سم به يې عصري کړي.

پوتين ويلي، چې سږ کال به روسي پوځونو ته به لا زياتې وسلې او تجهيزات برابر کړي او د پلور او ترميمولو لپاره به يې زياتې پانګې واچوي. 

(مينه)