د منځني ختیځ د خونديتوب دوهم فورم به ژر تر سره شي
CMG2022/09/21 10:59:00
شريکول:

 د چين د نړيوالو مسئلو انسټيټيوټ به د سپټمبر په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې د منځني ختيځ د خونديتوب دوهم فورم په انلاين او حضوري ډول تر سره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپټمبر په ۲۰مه نېټه په خپلو خبرو کې هيله وښوده، چې دغه فورم به د منځني ختيځ د خوندي او ښې حکومتولۍ په برخه کې د نويو نظريو او لارو د موندلو او اړوندو خواوو ته د امنيتي بنسټ او صحنې د برابرولو لپاره مثبت رول ولوبوي.

ښاغلي وانګ د دې فورم په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې نړۍ اوس د کړکېچ او بدلون نوي پړاو ته ننوتلې او منځنی ختيځ هم له امنيتي ننګونو سره مخ دی او چين د منځني ختيځ سولې او خونديتوب ته ډېر اهميت ورکوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۸م کال کې د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه اتمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وړانديز کړی، چې د منځني ختيځ د خونديتوب لپاره دې يو متحد، هراړخيز او دوامدار چوکاټ جوړ شی.

(ژباړه: شکريه)