د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۱م غونډې د نړيوالو بشري حقونو په اړه فرعي ناسته تر سره کړه
CMG2022/09/21 10:42:16
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۱مې غونډې (( د نړيوالو بشري حقونو د سياسي کېدو خطرونه او ستونزې)) فرعي ناسته د چين د جي لين ولايت په چانګ چون ښار کې تر سره شوه.

دغه غونډه د چين د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې او د جي لين پوهنتون لخوا په ګډه تشکيل شوې او موخه يې دا ښودلې، چې په نړۍ کې د بشري حقونو د سياسي کولو خطرونو په ډاګه شي، د بشري حقونو د سياسي کېدو مخنيوی وشي او په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو لا مساوي، عادلانه او معقول او ټولشموله اداري سيستم جوړونه پرمخبيول شي.

شاوخوا لسو چيني او بهرنيو کارپوهانو او د نړيوالو سازمانونو استازو په يادې غونډې کې د ځينو مسئلو (( په نړۍ کې د نړيوالو بشري حقونو د سياسي کولو اغېزې)) او (( د نړيوالو بشري حقونو د سياسي کولو نيمګړتياوې او خطرونه)) په اړه ژورې خبرې اترې او د نظر تبادلې کړې دي.

(مينه)