د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون لپاره د خبريالانو د نومليکنې لړۍ پيل شوه
CMG2022/09/21 15:19:36
شريکول:

ټاکل شوې، چې د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون به د روان کال د نومبر له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای ښار کې تر سره شي.

 د دغه نندارتون لپاره د خبريالانو د نومليکنې سيسټم پرانيستل شوی او خبريالان کولی شي، چې د سپتمبر له ۲۱مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۰مې نېټې پورې خپل نومونه ثبت کړي.

خبريالان کولی شي، چې د نوموړي نندارتون په رسمي ويبپاڼې (www.ciie.org) او يا د خوځنده تلېفون اپليکېشن له لارې خپل نومونه ثبت کړي.

دغه نندارتون د کرونا وبا د وقايې او مخنيوي د غوښتنو په اساس يوازې چيني خبريالانو او په چين کې د ميشتو بهرنيو خبري رسنيو خبريالانو او د هانکانګ، مکاو او تايوان خبريالانو ته بلنه ورکوي، چې خپل نومونه ثبت کړي.