د افغانستان ملي موزیم
CMG2022/09/21 15:33:04
شريکول:

د افغانستان ملي موزیم یو وخت د سیمې په کچه یو له هغه موزیمونو بلل کېدو، چې خورا ډېر تاریخي اثار پکې موجود وو. ددغه موزیم ډېری تاریخي اثار د کورنیو جګړو پر مهال غلا شول، خو ځینې یې بیا بېرته له بهرنیو هېوادونو را ولېږدول شول. اوس مهال دغه موزیم په نسبتا ښه حالت کې دی او د لیدونکو شمېر یې زیات شوی دی.