په ملګرو ملتونو کې د چين استازي په امريکا کې د خپلسري توقيف اوږدمهاله مسئلې په کلکه وغندلې
CMG2022/09/21 11:05:28
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي د سپتمبرپه ۱۹مه نېټه د بشري حقونو شورا په ۵۱مه غونډه کې د خپلسري توقيف کاري ډلې سره د متقابلو خبرو اترو په ترڅ کې په امريکا کې د خپلسرو توقيف اوږدمهالې مسئلې په کلکه وغندلې او پر واشنګټن يې وکړ، چې د هېواد دننه يې بشري حقونو مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي، د مهاجرینو خپلسری توقیف او له بشري حقونو څخه نورې سرغړونې دې ودروي او زيان رسېدونکو ته دې غرامت او تاوان ورکړي.

 

د چین استازي وویل، چې امريکې په ۲۰۲۱م کال کې له ۱.۷ ميليونو څخه ډیر کډوال توقیف کړي، چې تر ۸۰ سلنې پورې یې په شخصي زندانونو کې اچول شوي او په دې جملې کې ۴۵ زره ماشومان هم شامل دي.

نوموړي وويل، چې په امريکې کې د شخصي زندانونو شرایط د خپګان وړ دي، د توقیفیانو فزیکي او رواني روغتیا خورا زیانمنه شوې او له بشري حقونو سرغړونې پکې په مکرر ډول ترسره کيږي.

 

امريکا په ګوانټانامو زندان کې خلک له تېرو شلو کلونو راهیسې، پرته له محاکمې بنديان کړي دي.

د ځانګړي میکانیزم ډلې د روان کال په جنورۍ کې يوه اعلاميه خپره کړه او ګوانټانامو زندان يې پکې د امريکا پر قانوني ژمنتیا تور داغ بللی و او له واشنګټن يې غوښتي وو، له بشري حقونو څخه د ناوړو سرغړونو ناوړه پاڼه دې بنده کړي.

(ژباړه: شکريه)