ملګرو ملتونو د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د ښوونيزو اصلاحاتو په عنوان سرمشريزه غونډه ترسره کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې ښوونيزې چارې اوس د بحران په رکود کې دي، نو سمدستي باید ستر بدلون او نوښتونه پکې راوستل شي.
نوموړي د يادې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې نړيواله ټولنه باید په پنځو برخو کې د ښوونيزو چارو اصلاحات پرمخ بوزي.
۱ـ نړيواله ټولنه دې هر تن له باکيفيته ښوونې څخه د برخمنېدو حق تضمين کړي.
۲ـ نړيواله ټولنه دې د ښوونکو رول او د مهارتونو روزنې ته زياته پاملرنه وکړي.
۳ـ ښوونځي باید په خوندي او روغتيايي ځايونه وګرځي او زور زياتی، سپکاوی او ګواښونه پکې د زغم وړ نه دي.
۴ـ ډيجتالي اصلاحات دې ټولو زده کوونکو ته ګټې ورسوي.
۵ـ په ښونيزو چارو کې پانګونې دې پراخې او د ټولې نړۍ يووالی دې پياوړی شي.
(مينه)