روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۲۰مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۰مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱۳ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۸۱ زره او ۷۹۰ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۰۹ ميليونه، ۸۴۸ زره او ۸۵۲ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۶۱۷ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي کسانو شمېر ۶ ميليونه، ۵۰۷ زره او ۲ ته رسېدلی دی.
(مينه)