د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي اسمبلي په نیویارک کې پرانېستل شوه.
د م.م د سرمنشي مرستيالې آمينه محمد د سپتمبر په ۱۹مه نېټه، د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په ځانګړې مرکې کې ويلي، چې د م.م د زريز پرمختيايې پلان کې د بېوزلۍ د کمولو هدف تر لاسه کېدای شي او په دې برخه کې يې د چين هڅې خورا مهمې بللې دي.
نوموړې ويلي، چې د بېوزلۍ د کمولو په اړه د چين تجربې د ډېرو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي. ملګري ملتونه به له ټولې نړۍ سره د چين بريالۍ عملي تجربې شريکې کړي او د دوامدار پرمختګ له ١٧ سترو موخو څخه به لومړی او تر ټولو مهم هدف، يعنې د بېوزلۍ له منځه وړل پوره کړي.
(ژباړه: شکريه)