د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ عمومي مباحثوي غونډه د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په نيويارک کې پرانيستل شوه.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټريش د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي، چې نړۍ اوس په لوی بحران کې ده، نړيوالې همکارې زيانمنې شوې، د جيوپوليټيکس اختلافات په ډېرېدو دي، نابرابرې پېښې زياتې شوي، د اقليمي بدلون مسئله لا سخته شوې، د بيولوژيکي متنوع او دوامدار پرمختګ موخې هم له خنډونو سره مخ شوې دي.
نوموړي زياته کړې، چې په نړۍ کې د بېوزلۍ د کمولو، د لوږې د له منځه وړلو او د لوړ کيفيت ښوونې د تر سره کولو چارې هم ټکنې شوې دي.
د مالوماتو له مخې، د ځينو هېوادونو مشران او لوړ پوړي استازي به د يادې غونډې د ترسره کېدو په ترڅ کې د اوکراين مسئلې، اقليمي بدلون او کرونا وبا په شمول د نړيوالې ټولنې د اندېښنو وړ مسئلو په اړه خبرې وکړي.
(مينه)