قرغېزستان او تاجکستان د سپتمبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې په سرحدي سيمې کې وسله واله نښته کړې، چې له امله يې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي جانګ مينګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه ويلي، چې قرغېزستان او تاجکستان د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دي او پر دواړو لوريو يې غږ کړی، چې سړه سېنه وساتي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي.
نوموړي ويلي، چې د قرغېزستان او تاجکستان ترمنځ د سولې او ثبات ساتل او له يو بل سره د ښه ګاونډيتوب، دوستۍ او همکاريزو اړيکو ساتل، نه يوازې د سيمه ييزې سولې او خونديتوب لپاره مهم اهميت لري، بلکې د ټولو غړو هېوادونو لپاره هم ارزښت لري او سوله د ټولو هېوادونو ګډه هيله ده.
جانګ مينګ ويلي، چې قرغېزستان او تاجکستان دې "د شانګهای روحيه" او د شانګهای همکارۍ سازمان منشور مراعات کړي، د سیمې عمومي وضعیت ته دې پاملرنه وکړي او په سوله ييزو، سياسي او ډيپلوماتيکو لارو دې اوسنۍ شخړې او اختلافات حل کړي، څو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي سیمو ثبات وساتل شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ وويل، قرغېزستان او تاجکستان دواړه د چين دوست ګاونډيان او هر اړخيز ستراتيژيک ملګري دي. چين هيله او باور لري، چې دواړه خواوې به د متقابل درناوي او دوستانه سلامشورې په روحيې خپلمنځي شخړې او اختلافات حل کړي او په ګډه به د سيمې سوله او ثبات وساتي.
د مالوماتو له مخې، دواړو هېوادونو د سپتمبر په ١٩ نېټه د شخړې د سوله ييز حل په موخه يو پروتوکول لاسليک کړی او په هر اړخيزه توګه یې د دښمنۍ د ختمولو او په سرحدي سيمو کې د سولې او ثبات د بيا ټينګښت لپاره هوکړه کړې ده.
(ژباړه: شکريه)