په جاپان کې لسګونو زرو خلکو سمندر ته د اټومي ککړو اوبو له خوشي کولو سره مخالفت ښودلی
CMG2022/09/22 11:09:38
شريکول:

د جاپان د ګيودو نيوز خبري اژانس د سپتمبر په ۲۱مه نېټه خبر ورکړی، چې د دې هېواد په شمال ختيځ کې د اېتواټ، مياګي او فوکوشيما سيمو مدني ټولنو په همدې ورځ د توکيو د برېښنا شرکت او د دې هېواد اقتصاد وزارت ته د لسګونو زرو خلکو له لوري لاسليک شوی لوی ليک وړاندې کړی دی.

د مالوماتو له مخې، پر ياد ليک د جاپان د يادو سيمو ۴۲ زرو وګړو لاسليکونه کړي او

سمندر ته د اټومي ککړو اوبو له خوشې کولو سره يې مخالفت ښودلی دی او له جاپان حکومت او له يادو ادارو يې غوښتي، چې د دغو اوبو د حل و فصل لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

 د خبر له مخې، د جاپان ځينو مدني ټولنو د ۲۰۲۱ کال له جون راهيسې په انلاين او حضوري ډول سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشې کولو د مخنيوي په موخه ځانګړی فعاليت پيل کړی او تر اوسه ۲۲۱ زرو وګړو پکې برخه اخيستې ده.